د رویټرز د څرګندونو له مخې: د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي په افغانستان کې د خپلو پرمختګونو په اړه ویلي، اوس د دوی رښتینې آزموینه پیل شوې؛ ځکه، چې د خلکو د هیلو د پوره کولو او د ستونزو د حل لپاره د عمل ډګر ته راوتلي دي.
په یوه انځوریزه څرګندونه کې، چې د دوشنبې پر ورځ (د زمري ۲۵) طالبانو خپره کړې؛ طالب مرستیال ملا برادر اخوند، چې د سړيو ترمنځ ناست دی وایي: اوس د دې وخت دی، چې د خلکو اړتیاوې پوره او ژوند یې خوندي او ښه کړو.
ملا برادر وایي؛ مونږ د دې سترې بریا مبارکي ټول افغان ملت په ځانګړي توګه د کابل خلکو او خپلو مجاهدینو ته وړاندې کوو... د الله په مرسته مونږ ته بری راکړ شو. هغه بریا، چې د نړۍ په اوسني تاریخ کې ساری نلري؛ نو مونږ باید د الله شکر ادا کړو. مونږ باید غرور ونلرو.
ملا برادر زیاته کړې؛ اوس د آزمون وخت دی؛ مونږ به خپل ملت ته خدمات وړاندې کړو، مونږ به ټول ملت ته ډاډ او سکون ورکړو، چې مونږ به د دوی د ژوند د ښه والي لپاره تر ممکنه حده خپلې هڅې ونه سپموو.
د طالبانو د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې جګړه هغه مهال پای ته ورسېده، چې دوی د اشرف غني له تېښتې وروسته د کابل پر ارګ ورننوتل.
طالبانو په یوه اوونۍ کې بریالي شول، چې د هېواد ډېره برخه ونیسي او په کابل کې یې د افغان ځواکونوپر ځای امنیتي او دفاعي چارې تر سره کړې.
رویټرز په ډاګه کړې، چې اشرف غني د یکشنبې پر ورځ (د زمري ۲۱) هغه وخت وتښتید، چې طالبان د کابل ښار دروازو ته راورسېدل او غني څرګنده کړه، چې غواړي د وینې تویېدنې مخه ونیسي. په داسې حال کې، چې له ده وروسته په سلګونه نور افغانان د کابل له هوایي ډګره نه وتلو ناهیلي کړې دي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/23649